لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دره ادم خيل کې عمليات پايې ته رسيدلي دي


دصوبه سرحد په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا پيل کړل شوي عمليات پايې ته رسيدلي دي اؤ ډير زر به ددغه سيمې واک پوليټيکل انتظاميې ته وسپارل شي.
دفرنټئير کور يا مليشې وياند خبريالانو ته داحوال تيرولو په مهال وويل امنيتي ځواکونو دره ادم خيل سيمه دتندلارو څخه پاکه کړې ده اؤ ددې په خواؤشا غرونوعسکرو خپل واک ټينگ کړى اؤ لويه لاره يې پرانستې ده.
وياند وويل دعملياتو په مهال امنيتي عسکرو٢٠٠٠ کلو گرامه چاؤديدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.
دهغه وينا وه په عملياتو کې ٥٦ تندلارې وژل شوي اؤگڼ نور ژوندي نيول شوي چې پکې څو کمانډران هم شامل دي.
بلخوا په قبائيلي سيمه اورکزئ ايجنسۍ اؤ دخيبرايجنسۍ په پوله ولاړ دبارودو ٣ ډک گاډي امنيتي ځواکونو دهيلي کاپټر څخه دگوليو ورولو له لارې تباه کړي دي.
په دغه پيښه کې ٢ ځانمرگي بريد کوونکي هم وژل شوي دي.
امنيتي ځواکونو خبر ترلاسه کړى ؤ چې تندلاري داورکزو په دره منگ سيمه کې راغونډ شوي دي اؤ دغلته په ټول هيواد کې دورانکارۍ پلان جوړوي
په دغه اطلاع دپوځ ٣ هيلي کاپټرو دهوا څخه دتندلارو ځايونه په نخښه کړل اؤ دهغوي ٣ گاډي يې هم تباه کړل چې دبارودو څخه ډک وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG