لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رابرټ گيټس : امريکا دپاکستان په خاوره ديو اړخيزه عملياتو حق لري


دامريکا ددفاع وزيررابرټ گيټس وايي دنړيوالو قوانينو ترمخه امريکا دپاکستان په خاوره کې د يواړخيزه عملياتوکولو حق لري.
دبرتانوي ورځپاڼې فنانشل ټائمز له مخې ددفاع وزير رابرټ گيټس وويل امريکا دخپلو پوځيانو دژوند دبچ کولو لپاره هر ځايې يو اړخيزه عمليات کولى شي.
نوموړي زياته کړې ده کيدى شي پاکستان دنړيوال قانون له مخې دامريکا يو اړخيزه عملياتو سره اتفاق ونۀ لري ولې دخپلو پوځيانو ژوند ژغورل دامريکا فرض دي.
رابرټ گيټس په سنا کې دډيموکراټ غړي جم سيب ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل افغانستان ته دامريکا پوځ دملگرو ملتونودتړون لاندې ورغلى دى اؤ دغه تړون هغوي ته پخپله دحفاظتي گامونو اخستو حق ورکوي.
ددفاع وزير دپاکستان دنوم اخستو پرته وويل ددغه ځايې حکومت ياخو دخپلو پولو دننه دنړيوالې ترهه گرۍ دمخنيوي جوگه نۀ دى ، يابيا ددغه ترهه گرو مخه نيول نۀ غواړي.
رابرټ گيټس وويل امريکادمختلفو شيانو افغانستان ته درسولو لپاره ٨٠ فيصده اؤد تيلودرسد دپاره ٤٠ في صده دپاکستان په لاروتکيه کوي.
دهغۀ وينا وه افغانستان کې امريکايي پوځيانو ته دشيانو درسولو په غرض دپاکستان پځايې دکومې بلې لارې لټون هم روان دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG