لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حامد کرزى : کۀ ملاعمر خبرو اترو لپاره راشي نو خوندي لار به ورکول کيږي


دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزى وايي کۀ ملا عمر افغانستان ته دخبرو اترو لپاره راشي نو دناټو اؤ امريکايي ځواکونو څخه به ورته خوندي لاره ورکول کيږي
دغير ملکي خبري ادارې له مخې حامد کرزي خپل يو بيان کې ويلي دي تراوسه طالبانو سره دخبرو اترو کومه لړۍ نۀ ده پيل کړل شوې خو دې لړ کې به دسعودي عرب څخه مرسته غوښتل کيږي.
هغۀ وويل دې لړ کې افغان چارواکود سعودي عرب اؤ پاکستان سفرونه هم کړي دي.
جمهوررئيس کرزي وويل حکومت يې هڅه کوي چې تندرويان وسله وغورځوي اؤ په حکومت کې ورگډ شي.
حامد کرزي وويل هغه به دطالبانو مشر ملا عمر ته همدا ووايي چې هغه هيواد ته بيرته راستون شي اؤ داولس دخير ښيگړې لپاره کار وکړي.
ښاغلي کرزي وويل کۀ ملا عمر افغانستان ته حکومت سره دخبرو اترو لپاره راشي نو دامريکايي اؤ ائتلافي ځواکونو څخه ورته خوندي لاره ورکول دهغۀ مسؤليت دى.
بلخوا دطالبانو مشر ملا عمر ائتلافي ځواکونو ته دافغانستان څخه دوتلو په شرط دخوندي لارې ورکولو وړانديز کړى دى.
خپل يو بيان کې ملاعمر ويلي دي کۀ ائتلافي ځواکونه بيرته تگ غواړي نوطالبانو تيار دي چې خوندي لاره ورکړي اؤ کۀ دغسې ونۀ کړي دروس انجام دې په ياد کړي.

XS
SM
MD
LG