لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نن دوړوکي اخترورځ نمانځل کيږي


نن په پاکستان کې دوړوکي اخترورځ په مذهبي درناوي سره نمانځل کيږي،دالمړى ځل دى چې ددغه هيواد حکومت اواولس په يوه ورځ داخترخوشخالۍ نمانځي
نن دشوروپه ورځ ډلې ډلې خلکوپه داسې حال کې په عيدگاؤ اؤجوماتونوکې دوړوکي اخترنمونځونه وکړل چې په دغه هيوادکې دتندلارتوب اؤترهگرۍ دراالوتلي بهيرلۀ امله دنوروسيموپه پرتله په پلازمينه اسلام اباد اؤصوبه سرحد کې امنيتي ځواکونوسخت امنيتي تدابيرنيولي وؤاؤداخترپه ورځ هم پوليسوپه مهموسرکونوپوستې اچولې وې اودشکمنوگاډوتالاشۍ يې کولې،
دوړوکي اختردنمونځونوپه مهال خلکودهيواد دامنيت اؤښې ورځې دپاره ځانگړې دعاگانې وغوښتلې
داخترپه موقعه دصوبه سرحدپه لويوښارونوپيښور،مردان،چارسده،صوابۍ اؤځينونوروبرخوکې په جوماتونوکې دباجوړهاغه په لکونوبې کوره شوي قبائيل دخلکودخواخوږۍ اؤپاملرنې مهم مرکز ؤچې په باجوړکې دتندلاروپه ضددامنيتي ځواکونولخوادروانوعملياتولۀ امله يې خوندي سيموته کډې کړې دي او په لمړي ځل په مسافرۍ کې دبې ارزۍ څخه ډک اخترتيروي،
دصوبه سرحدداولسي خيرښيگړې وزيرې ميرمن ستاره ايازډيوه راډيوته وويل صوبايي حکومت داخترپه لړکې دباجوړدبې کوره شوؤقبائيلوسره ځانگړې مرستې کړې دي اوهڅه يې کړې ده چې دغه خلک هم ځان سره داخترپه خوشحاليوکې شريک کړي
خوپه پيښورکې دباجوړدځلمودسازمان مشرسميع الله ترابي بياوايي دصوبايي حکومت لخوا دباجوړبې کوره شوؤقبائيلوسره هيڅ مرسته نۀ ده شوې
هغه ډيوه راډيوته وويل نن زمونږدپاره دخوشحالۍ ورځ کمه اؤدماتم يا خفگان ورځ زياته لۀ دې امله ده چې ماشومان موداخترپه موقعه هم په زړوجامواؤزړوڅپلوکې دخيمودننه لکه دقيديانواخترتيروي،
هغۀ گيله وکړه چې حکومت اؤغيرحکومتي موسيسودباجوړدبې کوره شوؤخلکوداخترپه خوشحاليوکې دراگډولودپاره هيڅ رقم گامونه نۀ دي اخستي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG