لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده:داسفنديارولي خان په کورځانمرگي بريدکې ٥کسان وژل شوي دي


دصوبه سرجدپه چارسده سيمه کې دعوامي نيشنل گونددمشراسفنديارولي خان په کورځانمرگي بريدشوى دى چې پکې ٥کسان وژل شوي اؤگڼ نورژوبل شوي دي خوپخپله اسفنديارخان ددغه بريدڅخه روغ وتلى دى.
دمردان سيمې دپوليسومشرياډي ايي جي ډيوه ريديوته وويل نن دزيارت په ورځ ځان مرگي بريدکوونکي په ولي باغ کې دعوامي نيشنل گونددمشراسقنديارولي خان کورته دورننوتلوهڅه وکړه خوکله چې پوليسودهغه مخه ونيوله اؤپه هغه يې ډزې وکړې نوځان يې والوځولو
په دغه پيښه کې داسفنديارولي خان ديوساتونکي په گډون دوه پوليس اؤ دوه عام کسان وژل شوي اؤگڼ نورژوبل شوي دي
ژوبل کسان د درملنې دپاره روغتون ته رسؤل شوي چې دغلته هم دځينوکسانوحالت مرگونى ښودل شوى
دصوبه سرحدحکومت ددغه ځان مرگي بريد په سختوټکوکې غندنه کړې ده اوويلي يې دي تندلارواوترهگروکه دغه بريدپه قبائيلي سيموکې دعملياتو دغبرگون په توگه کړى وى نوهغويي دامن دښمنۍ کلک ثبوت ورکړى دى
دصوبه سرحدداطلاعاتووزيرميا افتخارحسين ډيوه راډيوسره په خبروکې وويل عوامي نيشنل گوند دعدم تشدد پيغام لري اودترهگرواوورانکاروملگرتيا نۀ کوي همدغه لامل دى چې ترهگرپه ځانگړي ډول دعوامي نيشنل گوندمشران په نخښه کول غواړي
صوبايي وزيروويل مونږغواړوپه قبائيلي سيمه کې دتندلارتوب اؤترهگرۍ مخه دامن اؤخبرواترولۀ لارې ونيسواؤورانکاروباندې دعوامي نيشنل گونددغه کارښه نه لگي خوداى اين پي حکومت به ددغوورانکاروپه وړاندې کله هم سرټيټ نۀ کړي
په اسفنديارولي خان دغه ځانمرگي بريد په داسې حال کې شوى دى حې دپاکستان دکورنيوچارووزارت دوړاندېڅخه داسې اطلاغات ترلاسه کړى وؤچې ترهگردکورنيوچارودپخواني وزيرافتاب احمدخان شيرپاؤ،مولانا فضل الرحمان اؤدصوبه سرحد دوزيراعلي په گډون دځينومهموسخصياتو دوژنې پلان لري
په دغه اطلاع دټولومهموسخضياتوکلک امنيت نيول شوى ؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG