لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمهوررئيس زرداري : ترهگرۍ په بشپړ ډول له مينځه وړلو پورې به  عملیات دوام لري


دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني، دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ دعوامي نيشنل گوند مشر اسفنديارولي خان دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري سره ليدلي دي.
دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري اؤ صدراعظم يوسف رضا گيلاني ترمينځ دجمهوررئيس ماڼۍ اسلام اباد کې ليدنه شوې ده چې پکې دهيواد په سياسي وضعه، امن وامان اؤ نورو ملي چارو باندې خبرې اترې شوي دي.
دواړو مشرانو دترهه گرو په ضد دعملياتو په دوامداره ساتلو اتفاق وکړو اؤ پريکړه يې وکړه چې دامنيت دټينگښت لپاره به ټولې وسيلې پکار راوستلى شي.
دپاک پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني هم جمهوررئيس اصف زرداري سره ليدلي دي.
جنرال کياني سره په ليدنه کې جمهوررئيس اصف زرداري واضحه کړې ده چې دهيواد څخه دترهه گرۍ په بشپړ ډول دله مينځه وړلو پورې به حکومتي گامونه دوام ولري.
دغه ليدنه کې دترهه گرۍ په ضد جنگ، په پاک افغان سرحدي وضعې، قبائيلي سيمو کې دروانو پوځي عملياتو، دپوځ په پيشه وارانه چارواؤ دقبائيلي سيمو دوضعې په اړه خبرې اترې وشوې.
جمهوررئيس زرداري وويل دپوځ ټولې اړتياوې به پوره کولى شي اؤ دپاکستان حدودو کې به غير ملکي پوځيانو ته دعملياتو اجازه نۀ ورکول کيږي.
په دې مهال دپاک پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني وويل پوځ دهرې ستونزې مقابلې لپاره په بشپړ ډول چمتو دى اؤ دخپلو سرحدونو دفاع په ښۀ شان پيژني.
دغه ليدنه کې دجاسوسي الوتکو لخوا دپاکستان دسرحدونو څخه دسرغړونې په گډون تيره شپه دغير ملکي پوځيانو لخوا وزيرستان کې په شوي بريد هم خبرې اترې وشوې.
له دې وروسته دعوامي نيشنل گوند مشر اسفنديارولي خان هم جمهوررئيس زرداري سره وليدل.
جمهوررئيس اصف زرداري اسفنديارولي خان سره دچارسدې دځانمرگي بريد په اړه هم وغږيدو اؤ ورته يې باور ورکړو چې پيښه کې ککړ کسان به ډير زر ونيول شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG