لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زرداري: دپاکستان په ځمکه امريکايي بريدونه دترهگرۍ په ضد دجنگ برخه ده


دپاکستان جمهوررئيس اصف زرداري په ډاگه کړه چې دپاکستان په ځمکه امريکايي بريدونه ددواړو هيوادونو لخوا دترهگرۍ په ضد دجنگ برخه ده.
تيره مياشت دپاکستاني پوځ له اړخه په امريکايي الوتکو دشوؤ ډزو په هکله د ښاغلي زرداري وينا وه دا کومه لويه خبره نۀ ده بلکې يوه وړه پيښه وه چې هيڅ ارزښت نۀ لري.
يوې بهرنۍ جريدې سره په مرکه کې ښاغلي زرداري دپاکستان اؤ افغانستان په سرحدي سيمو کې دترهگرۍ دفعاليتونو له امله دهيواد غورځيدلي معاشي وضعيت ته داډاڼې ورکولو لپاره دنړيوالې ورورولۍ څخه د ١٠٠ اربه ډالرو دمرستې غوښتنه کړې ده.
نوموړي وويل زمونږ له مرستې پرته دترهگرۍ په بهير هيڅوک قابو نۀ شي موندلى، ځکه نو بايد پاکستان په معاشي توگه پياوړى کړل شي.
دهغه وينا وه پاکستان ته کۀ دغه ١٠٠ اربه ډالر ورکړل کيږي نو دا بايد امدادي رقم ونۀ گڼل شي ، بلکې مونږ په عارضي ډول دغه رقم کارول غواړو، ترڅو دهيواد غورځيدلى معيشت اډاڼه ومومي.
اصف زرداري وويل پاکستان دامريکا دوست هيواد اؤ دترهگرۍ په ضد مهم ائتلافي دى.
جمهوررئيس وويل ترهگر دپاکستان اؤ امريکا دواړو گډ دښمنان دي.
دپاکستان اؤ امريکا داستخباراتو ترمينځه تيرو وختونو کې دمرستې اؤ اوس دپاکستاني استخباراتو لخوا دطالبانو سره دمرستې په هکله دشکونو په بابله جمهوررئيس زرداري وويل مونږ دترهگرو په گيره کې يو اؤ دهغوي له ختمولو پرته عمليات اودرول شونې نۀ دي.
دپاکستان جمهوررئيس وويل دترهگرۍ پر ضد دگټورو عملياتو په لړ کې دزياتو پوځيانو څخه ښې تگلارې ته اړتيا ليدل کيږي.
نوموړي وويل پاکستان له خپله اړخه دترهگرۍ پر ضد په پوره توان سره جنگ کوي ، ولې په دې لړ کې بايد پاکستان ته دنوؤاؤ عصري وسيلو په ورکولو سره دپاکستان مټې مضبوطې کړل شي.

XS
SM
MD
LG