لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دير : ريموټ کنټرول بمي چاؤدنې نهه کسان وژلي دي


دصوبه سرحد په بره دير سيمه کې دقيديانو يو گاډى په ريموټ کنټرول بم سره الوځول شوى دى چې له امله يې دڅو ماشومانو په گډون لږ ترلږه نهه کسان وژل شوي دي.
ددير د تماسونو سيمه ييز مشر يا ډي سي او شيربهادر ددغه پيښې په هکله خبريالانو ته ويلي دي نن دزيارت په ورځ دضلعي عدالت څخه په يو گاډي کې بنديان وړل کيدل چې دغه گاډى دريموټ کنټرول بم له لارې والوځول شو.
دډي سي او وينا وه په پيښه کې ٤ پوليس اؤ ٣ بنديان وژل شوي دي.
هغۀ دا هم وويل چې دپيښې په مهال دپوليسو دگاډي سره په څنگ کې په يو بل گاډي کې څو جينکۍ ناستې وې اؤ هغوي هم په دغه پيښه کې وژل شوي دي.
ښاغلي شيربهادر وويل چاؤدنه دومره زورداره وه چې له امله يې دبنديانو په بس پسې روان دپوليسو يو بل گاډى هم نزدې خوړ ته پريوتو چې پکې ديو شمير پوليسو دمرگ ژوبلې انديښنه شته.
عيني شاهدان وايي په دغه پيښه کې د٢٠ پورې کسان وژل شوي دي.
بل لوري ته نن دسوات په بيلا بيلو سيمو کې امنيتي ځواکونو د ځايې طالبانو په شکمنو سنگرونو بمباري کړې ده چې پکې د زیاتې مرگ ژوبلې امکان دی.
دغه بمباري دمټې په پيوچار، گټ شور، لنډي سر اؤ گواليرايي سيمو کې شوې ده.
دبمبارۍ له امله گڼ کورونه هم تباه شوي اؤ په خلکو کې سخته ويره ترهه خوره شوې ده.

XS
SM
MD
LG