لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد:دپارلمان  روانه  گډه ناسته دگل پورې ځنډول شوې ده


دپاکستان دامنيت اؤدترهگرۍ په ضددروانې جگړې په هکله ددغه هيواددقامي اسمبلۍ اؤسناء دبندودروازوترشاپيل شوې گډه غونډه دگل دورځې پورې ځنډول شوې ده.
نننۍ غونډه کې دپوځ دنظامي عملياتومشرجنرال احمدشجاع پاشا دپارلمان دغړوپوښتنوته ځوابونه ويلي دي
دپارلمان گډه غونډه نن دزيارت په سحردقامي اسمبلۍ دسپيکرې ميرمن فهميده مرزاپه مشرۍ پيل شوه چې پکې دمسلم ليگ(ن)جماعت اسلامي اؤقبائيلي سيموغړوپرونۍ غونډې ته دتيرکړل شوي احوال په هکله دپوځ دنظامي عملياتودمشرجنرال احمدشجاع پاشا څخه پوښتنې وکړې،
پاکستاني مطبوعات وايي دپوځي مشرښاغلي پاشا دپارلمان دغړوپوښتنوته ځوابونه وويل خودمسلم ليگ غړوپئيلي ده چې دگل په ورځ پيل کيدونکې غونډه کې به دتيرکړل شوي احوال په بابله کلکې پوښتنې وکړي ،
سرچينوداهم ويلي دي چې مسلم ليگي غړودوړاندې څخه خپلې پوښتنې تيارې کړې دي اؤددغوپوښتنوپه هکله دپارلمان دغونډې دپيل کيدوڅخه دمخه دمسلم ليگ(ن)دپارلماني پارټۍ په غونډه کې غوراؤبحث هم وشو،
ټاکل شوې ده دپارلمان غړوته چې دترهگرۍ په ضددجگړې،دهيوادامنيت اؤسلامتۍ ته دپيښوگواښونوپه اړه دجنرال پاشا لخواکوم احوال تيرکړل شوى دى په هغې به دگل دورځې څخه بحث پيل کيږي چې تر٤ؤ ورځوبه دوام کوي اؤوروسته به صدراعظم يوسف رضاگيلاني دغه بحث راغونډوي،
په احوال تيرونه کې دپوځ سرلښکرجنرال اشفاق پرويزکياني،دمسلم ليگ ن مشرميانوازشريف،دمسلم ليگ ق مشرچوهدري شجاعت حسين اؤدپاکستان ترولکې لاندې دکشميرجمهوررئيس سردارعتيق احمدخان په ځانگړې بلنه برخه اخستې وه

XS
SM
MD
LG