لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا:بايد افغانستان کې دمخدره موادو ستر کاروباريان ونيول شي


امريکا وايي دطالبانو دمالي وسيلو دمخې نيولو دپاره بايد افغانستان کې دمخدره موادو ستر کاروباريان ونيول شي اؤ دهغوي فابريکې له مينځه يوړل شي.
تيره اوونۍ په نړيوال کچ ميډيا داسې راپورونه خپارۀ کړي وؤچې دافغانستان دجمهوررئيس ورورقيوم کرزى هم دمخدره موادوپه قاچاق کې لاس لري خوقيوم کرزي دغه تورردکړى اوويلي يې وؤددغسې پروييگنډودلارې مخالفين هغة اؤجمهوررئيس کرزى بدنامول غواړي
دناټوهيوادونوددفاع دوزيرانوغونډې ته دوينا په مهال دامريکا ددفاع وزيررابرټ گيټس وويل افغانستان کې دپوډرودقاچاق دمخنيوي دپاره نوروگامونواخستوته اړتياده
ښاغلي گيټس نظرورکړوچې په افغانستان کې بايد دمخدره موادوسترقاچاقبران ونيول شي اودهغويي فابريکې لۀ مينځه يوړل شي ترڅوطالبانوته دجنگ دپاره په لاس دورتلونکوپيسومخه ونيول شي
دهنګري په پلازمينه بډاپسټ کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دناټو عمومي سکتر جاپ ډي هوپ وويل افغانستان کې دمخدره موادو دسوداګرۍ دلارې طالبان په کروړونو ډالر ترلاسه کوي اؤ همدغه رقم بيا دعصري وسلو په اخستلو مصرفوي
دناټو عمومي سکتر وويل طالبان چې دمخدره موادو دلارې په ترلاسه کيدونکو پيسو کومې عصري وسلې اخلي هغه په افغانستان کې دناټو دموجودو ځواکونو په ضد کاروي.
نوموړي هيله څرګنده کړه چې دناټو دبهرنيو چارو دوزيرانو په غونډه کې به په افغانستان کې دمخدره موادو دکاروبارپه ضد دګامونو اخستلو دپاره دنوې تګلارې ملاتړ وکړل شي.
غونډې ته پخپله وينا کې دافغانستان ددفاع وزيرجنرال عبدالرحيم وردگ هم دورته خيالاتوڅرگندونه کړې وه خودناټودغړوهيوادونووينا وه چې په دغسې کولوسره به دهغويي دپوځيانوپه ضدبريدونه سيواشي
دناټويوچارواکي جنرال جان کريډک وويل افغان پوليس ددې جوگه نۀ دي چې هغويي دمخدره موادودستروقاچاقبرانوپه ضد عملياتوکې گټه ترلاسه کړي
دافغانستان دوضعيت څيړلودپاره دناټوهيوادونودبهرنيوچارودوزيرانودوه ورځنۍ غونډه دهنگري په پلازمينه بډاپيست کې روانه ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG