لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: دامنيتي ځواکونو گوله بارۍ کې ٧ تندلاري وژل شوي دي


دافغانستان پولې ته څيرمه دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ په نواگئ تحصيل ، لويې سم، ټانک خطا اؤ چارمنگ سيمو کې امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو اؤ جيټ الوتکو له لارې دجنگياليو په سنگرونو گوله باري وکړه چې له امله يې ٧ تندلاري ووژل شول.
دخار تحصيل په صديق اباد، توحيد اباد، بلال اباد اؤ نورو سيمو کې کرفيو پځايې کړل شوې ده اؤ پوځيانو دلويې سم په لوري پرمختگ پيل کړى دى.
سرچينې وايي عنايت کلي کې دليويز صوبيدار کور په چاؤديدونکو موادو الوځول شوى اؤ لويې سم کې بيگاه ټوله شپه دجنگيالو اؤ امنيتي ځواکونو نښتې روانې وې.
انتظاميې قبائيلو ته دتندلارو په ضد جنگيدو لپاره دخپل ملاتړ باور ورکړ ى دى.
دچارمنگ تحصيل، مامومند، او نوي کلي کې امنيتي ځواکونو دجنگيالو لخوا مقاومت سره مخ دي.
بل لوري ته دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دمينگورې سره خوا کې کلي قمبرخيل کې هم نامعلومو کسانو دجينکو سکول په بمونو الوځولى دى.
سرچينې وايي پوځيانو دجنگي الوتکو څخه دجنگيالو پټن ځايونه په نخښه کړي خو دمرگ ژوبلې په اړه اطلاعات نۀ دي رارسيدلي.
دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دسوات دمټې تحصيل په بره سيمو اؤ دځايې طالبانو مرکز پيوچار باندې بمباري کړې ده.
دمينگورې سره خوا کې کلي قمبرخيل کې هم نامعلومو کسانو دجينکو سکول په بمونو الوځولى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG