لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات: پوځ عملياتو کې د٦٠ؤ تندلارو دوژنې ادعا کړې ده


دپاکستان دپوځ وياند ادعا کړې ده چې تيره ورځ پۀ سوات کې دتندلارو په مرکزونو دهوايي بريدونو له امله لږ ترلږه ٦٠ تندلاري وژل شوي دي خو دطالبانو د غورځنگ وياند حاجي مسلم خان ددغه وژنو درد کولو په ترڅ کې وايي اوس هم يو تښتول شوى چينايي انجنئير دهغوي په ولکه کې دى.
نړيوالې ميډيا دپاکستاني پوځ دوياند له خلې ويلي دي په سوات کې دطالب جنگيالو په ضد عملياتو کې پوځيانو توپې اؤ هيلي کاپټرې کارولي دي اؤ دهغوي دوه روزنيزمرکزونه يې په بشپړ ډول له مينځه وړي دي.
پوځي وياند وايي دتندلارو په ضد عمليات وروسته له هغې پيل کړل شول چې يو تښتول شوى چينايي انجنئير دطالبانو دپنجې څخه په تيښته بريالى شو.
هغۀ وويل دعملياتو په مهال پوځيانو ته هيڅ رقم مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
بل لوري ته دطالبانو وياند حاجي مسلم خان وايي په هوايي بريدونو کې دهغوي ملگري نۀ دي وژل شوي.
نوموړي نن خبريالانو ته وويل تښتول شوي دواړه چينايي انجنئيران دسوات په غرونو کې ديو ځايې څخه بل ځايې ته وړل کيدل چې په دغه مهال دواړو دتيښتې هڅه وکړه.
هغۀ وويل يو چينايي انجنئير په تيښته بريالى شو خو بل گړنگ ته دغورځيدو له امله په پښه ژوبل شوى اؤ بيرته نيول شوى دى.
طالب وياند زياته کړه ترڅو چې دهغوي ١٣٦ ملگري پرې نۀ ښودل شي طالبان به چيني انجنئير نۀ خوشې کوي.
بايد وويل شي دغه چيني انجنئيران په ٢٩ اگست وسله والو طالبانو ددير دتورمنگ سيمې څخه هاغه مهال تښتولي وؤ چې ديو گرځنده تيلي فوني شرکت دستنې له جوړولو وروسته بيرته په سړک روان وؤ.
اخوا امنيتي ځواکونو دتيرو دوؤ ورځو په عملياتو کې لږ ترلږه ١٦٨ جنگيالي نيولي دي.
دغه جنگيالي دصوبه سرحد، نيمې قبائيلي دره ادم خيل اؤ بيلا بيلو قبائيلو سيمو څخه نيول شوي دي.
ويل کيږي په نيول شوؤ تندلارو کې ازبک اؤ افغان وگړي هم شته چې څيړنې ترې روانې دي

XS
SM
MD
LG