لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمهوررئيس زرداري : قبائيلي سيمو کې دازادتجارت دپاره به امريکا سره خبرې کولى شي


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري اصف علي زرداري وايي دپاکستان نوى حکومت به دامريکايي جمهوررئيس سره په قبائيلي سيمه کې دازاد تجارت اؤ امريکايي مارکيټ کې ددغه سيمو شيانو ته داوليت ورکړل کيدو دپاره خبرې اترې کوي.
بيجنگ کې دچين حکومتي ورځپاڼې سره پخپله يوه مرکه کې جمهوررئيس زرداري ويلي دي دپاکستان قبائيلي سيمې دتندلاريتوپ له امله زياتې اغيزمنې شوي دي اؤ پاکستان غواړي امريکا دغه سيمو کې سرمايه گزاري وکړي چې دغه شان قبائيلي سيمه دسوکالۍ اؤ خوشحالۍ درشل ته ننوځي.
ښاغلي زرداري ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل سيمه کې تر ټولو لويه ستونزه افغانستان کې دکوکنارو کښت دى چې ترهه گر هم ددغې څخه ترلاسه کيدونکى رقم دترهه گرۍ په فعاليتونو مصرفوي.
جمهوررئيس داتاثر رد کړو چې گنې په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد جگړه دامريکا په وينا روانه ده اؤ وې ويل پاکستان دغه جنگ دخپلو گټو دپاره کوي.
جمهوررئيس زياته کړه کۀ چرې پۀ قبائيلي سيمو کې دپرمختيا موقعې ولټول شي اؤ ددغه سيمې داولس ښې ورځې ته پاملرنه وشي نو هيله ده چې دهغوي دژوند دکچې په لوړيدو دتندلاريتوب مخه ونيول شي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG