لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات:دجيټ الوتکوبمبارۍ کې23جنگيالي وژل شوي دي


دغه بمباري نن داتوارپه ورځ دصوبه سرحددناقراره سيمې سوات په بره تاڼه کلي کې دځايي طالبانوديومشرعالمگيرپه کورشوې ده
سرچينې وايي دپوځ جيټ الوتکودطالبانويوشميرسنگرونه په نخښه کړل چې پکې تر23ؤ پورې کسان وژل شوي اؤگڼ نورژوبل شوي دي
دبمبارۍ څخه وروسته دکلي دجوماتونوڅخه خلکوته دمرستندويه فعاليتونودپاره اعلانونه وشول
پاکستاني ميډيا پخپلوراپورونوکې ويلي دي دبمبارۍ په مهال په سيمه کې تر300ؤ پوري تندلاري موجودوؤ،
په سوات کې دپوځ دمطبوعاتي څانگې مشرکرنل نديم ډيوه راډيوته وويل په بريدکې دطالبانودوسلې يوډپوهم لۀ مينځه وړل شوى دى خوهغه دتندلاروپه ضد دغوعملياتوکې دوژل شوؤکسانوغوڅه شميره په ډاگه نۀ کړه ،البته يوشخصي پاکستاني تلويژيون خبرورکړى دى چې په سوات کې دپوځ مطبوعاتي څانگې په بمبارۍ کې د25ؤ تندلارودوژل کيدوپخلى کړى دى
په سوات کې دطالبانودغورځنگ وياندمسلم خان خبريالانوسره دخبروپه مهال وويل دپوځ په بمبارۍ کې ټول اولسي خلک په نخښه کړل شوي دي اؤدهغويي يواځې يوڅوملگري ژوبل شوي دي خوځايي خلک وايي زيات شميرطالبان وژل شوي دي
بل لوري ته نن دسوات په څړسينۍ نومي کلي کې تندلارودامنيتي ځواکونوپه يوکاروان دريموټ کنټرول بم چاودنه کړې ده چې لۀ امله يې 1 عسکروژل شوى دى
ددغه بريدپه مهال دامنيتي عسکرواؤطالبانوترمينځ نښته هم شوې ده چې په هغې کې د3ؤطالبانودوژنې ادعا شوې ده

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG