لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ : پوځي عملياتو کې ٨ جنگيالي وژل شوي دي


دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو دجنگياليو پر سنگرونو گوله باري کړې ده چې له امله يې ٨ جنگيالي وژل شوي دي.
امنيتي ځواکونو دباجوړ په لويې سم، چارمنگ اؤ رشکئ سيمو باندې دجنگي الوتکو اؤ توپو له لارې ددغه جنگيالو پټن ځايونه په نخښه کړل چې پکې دهغوي گڼ شمير پټن ځائيونه له مينځه لاړل.
بلخوا اورکزئ ايجنسۍ کې دماموزئ قبائيلو له خوښې وروسته پوليټيکل انتظاميې په دغه سيمه کې دعملياتو کولو پريکړه کړې ده چې ددې لپاره صلاح مشورې پيل شوي دي.
باجوړ ايجنسۍ کې خواؤشا ددوه نيمو مياشتو راهسې په روانو دغه پوځي عملياتو کې تراوسه لږ ترلږه ١٥٠٠ جنگيالي وژل شوي اؤ يو شمير پوځيانو هم پکې خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
همدغه راز په زرگونو قبائيلو خوندي سيمو ته کډې هم وړي دي.

XS
SM
MD
LG