لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افراسياب خټک : دطالبانو دخبرو وړانديز کې اخلاص نشته


دعوامي نيشنل گوند صوبايي مشر افراسياب خټک وايي دطالبانو لخوا دخبرو اترو وړانديز مخلصانه نۀ دى.
پيښور کې ميډيا سره دخبرو په مهال افراسياب خټک وويل قبائيلي سيمې دجنگيالو په مرکزونو کې بدلې کړل شوي دي.
هغۀ وويل طالبانو دميډيا له لارې حکومت ته دخبرو وړانديز کړى چې اخلاص پکې نشته ، ولې چې دغه وړانديز په سياسي اؤ انتظامي توگه هم کيدى شو.
ښاغلي افراسياب خټک زياته کړه قبائيلي سيمو کې دجنگيالو اډې داوردکوهي په څير دي چې ددې څخه راپورته کيدونکې داور لمبې دډيورنډ دکرښې دواړو خواؤ ته خلک اغيزمن کوي.
دهغۀ وينا وه ترهه گرو قبائيل يرغمال کړي دي.
داى اين پي صوبايي مشر وويل سوات کې تندرويان سکولونو ته اور اچوي چې مقصد يې دمغرب غلبې لپاره لاره هوارول دي.
ښاغلي خټک په ډاگه کړه چې دغه جنگيالي په هيواد کې خپلسرى نظام ټينگول غواړي چې يو صورت کې به هم نۀ زغملى کيږي.

XS
SM
MD
LG