لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان :  دجلال الدين حقاني پر مدرسه ميزائيلي بريد کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي


دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا يو وارې بيا دطالبانو دمهم مشر جلا الدين حقاني په مدرسه بريد شوى دى چې پکې لږ ترلږه اته کسان وژل شوي اؤ گڼ نور ژوبل شوي دي.
دغه بريد دپاکستان دپارلمان لخوا دترهه گرۍ په ضد امريکايي جگړه کې دگډون په هکله په تگلاره دنظرثانۍ کولو دقرارداد يا پريکړه ليک منظورولو څخه يواځې څو ساعته وروسته ترسره شوى دى.
سرچينې وايي دشورو اؤ زيارت په مينځ شپه کې امريکايي جاسوسي الوتکو دافغانستان دپولې دپورې غاړې څخه دوه ميزائيل وداغل چې دغه ميزائيل دشمالي وزيرستان دميرانشاه سره نزدې ډنډه درپه خيل کلي کې دطالبانو دمهم مشر جلال الدين حقاني په مدرسه سراج العلوم ولگيدل
عيني شاهدين وايي دبريد له امله دمدرسې نيمه برخه په بشپړ ډول تباه شوې ده.
په وژل شوؤ کې د٥ؤ کسانو تعلق دوزير قبيلې سره اؤ د٣ؤ دداوړ قبيلې سره ښودل کږي.
امريکايي چارواکوادعا کړې ده چې په دغه بريد کې دالقاعده مهم کمانډر خالد حبيب وژل شوى دى.
امريکايي چارواکي وايي خالد حبيب دالقاعده لخوا په سيمه کې دورانکارۍ دعملياتو ترتيبولو دنده په غا ړه درلوده.
له دې وړاندې هم دستمبر په مياشت کې د طالبانو په نسکور کړل شوي حکومت کې دسرحدونو دوزير جلال الدين حقاني په کور اؤ مدرسه همدغسې دميزائيلو يو بريد شوى ؤ چې پکې دهغۀ ددريوؤ ښځو څخه دوه ښځې اؤ يوه خور وژل شوې وې، خوحقاني په دغه مهال افغانستان کې ؤ ځکه هغه ته کوم ضرر نۀ ؤ رسيدلى.
پاکستان پرله پسې دائتلافي ځواکونو پخپله خاوره په کيدونکو بريدونو احتجاج کوي خو په افغانستان کې ميشت ائتلافي ځواکونه وايي دپاکستان دپولو څخه ترهه گر په ائتلافي اؤ افغاني ځواکونو دبريدونو کولو دپاره را اوړي اؤ بيا دپاکستان په قبائيلي سيمو کې پټيږي ، ځکه نو هغوي په دغسې بريدونو کولو دخپلې دفاع حق لري.

XS
SM
MD
LG