لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام  اباد: پارلمان د ترهگرۍ پرضد قرارداد  منظور کړى دى


دپاکستان دقامي اسمبلۍ اؤ سنا دبندو دروازو ترشا په گډه غونډه کې دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني دملي سلامتۍ په هکله د١٤ؤ نکتو پريکړه ليک ايوان کې وړاندې کړو چې دپارليمان گډې غونډې په اتفاق سره منظور کړى دى له دې وروسته دپارليمان غونډه دنامعلومې مودې پورې ځنډول شوې ده.
په گډ پريکړه ليک کې ويل شوي دي په قبائيلي سيمو کې به دعملياتو پځايې خبرو اترو ته ارزښت ورکول کيږي، غيرملکيانو ته به دخپلو ناوړو غرضونو دپاره دپاکستان دخاورې کارولو اجازه نۀ ورکړل کيږي اؤ دقبائيلي سيمو څخه به پوځ زر تر زره ويستلى شي.
پريکړه ليک کې ويل شوي دي دتيرو وختونو تگلارې دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دذاتي گټو دپاره وې نۀ چې دهيواد دگټو دپاره.
همدغه راز په پريکړه ليک کې زياته شوې ده دهيواد پۀ خپلواکۍ به هيڅ رقم سازباز نۀ کيږي اؤ دبهرنۍ تگلارې دبدلولو ترڅنگ به دترهه گرۍ په ضد دجنگ بيا دسره جائزه اخستل کيږي.

XS
SM
MD
LG