لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ : دتندلارو په سنگرونو بمبارۍ کې ١٦ جنگيالي وژل شوي دي


دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سیمه باجوړ ايجنسۍ کې جنگي الوتکو نن يو وارې بيا دتندلارو په مرکزونو بمباري کړې ده چې له امله يې ١٦ جنگيالي وژل شوي دي.
دغه بمباري دباجوړ په ډمه ډوله سيمه کې شوې ده.
سرچينې وايي امنيتي ځواکونو دجنگيالو دستر مرکز لويې سم دزياترو برخو واک ترلاسه کړى دى اؤ دنور پرمختگ هڅه کوي.
په چارمنگ اؤ ماموند سيمو کې نن دجمعې په ورځ دشوې بمبارۍ له امله دتندلارو گڼ مرکزونه تباه کړل شوي دي.
همدغه رازدخار تحصيل په زياتره سيمو کې هم امنيتي ځواکونو خپل واک ټينگ کړى اؤ دخار په گډون يې بيلا بيلو سيمو کې گزمې پيل کړي دي.
بل لوري ته دباجوړ سره نزدې دصوبه سرحد دناقراره سيمې سوات دمټې تحصيل په گاشت کوړ اؤ عالم گنج سيمو کې نن په ١٢مه ورځ هم گرځ بنديز پځايې ؤ چې له امله يې دسيمې خلک دسختو ستونزو سره مخ دي.
دسوات دکبل تحصيل دکانجو سيمې څخه تيره ورځ دتښتول شوي يو عسکر مړى هم موندل شوى دى.
همدغه راز دافغانستان دپولې سره نزدې دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې دقبائيلو په ډزو کې ديو مهم تندلاري کمانډر دوژل کيدو ادعا شوې ده.
سرچينې وايي دکمانډر دوژل کيدو څخه وروسته په سوونو وسله وال جنگيالي سيمې ته رسيدلي چې له دې امله دقبائيلو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو خطره پيدا شوې ده.

XS
SM
MD
LG