لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يوسف رضاگيلاني دترهگرۍ  پر ضد جگړه کې نړيوالې ټولنې څخه مرسته غوښتې ده


دپاکستان صدراعظم سيديوسف رضاگيلاني دنړيوالې ورورولۍ څخه دترهگرۍ په ضدروانه جگړه کې په خلاص مټ دمرستې کولوغوښتنه کړې ده اؤويلي يې دي ترهگردټولوسوله دوستوهيوادونودښمنان دي،
داسياء اواروپادسرټولنې لمړۍ غونډې ته دوينا په مهال صدراعظم وويل پاکستان دترهگرۍ دنوغي ويستلودپاره په اخلاص مبارزه کوي اوبايدنړيواله ټولنه په دې لړکې دپاکستان مټې مظبوطې کړي،
دپاکستان صدراعظم نړيوالومشرانوته باورورکړوچې پاکستان دترهگرۍ په ضدروانه جگړه کې داسياءاؤاروپاسره دلانورې مرستې دپاره تياردى،
صدراعظم په سازمان کې پاکستان ته په بشپړغړيتوب ورکولودسازمان دغړوهيوادونوڅخه مننه وکړه اؤوئ ويل پاکستان داروپايي اؤاسيايي هيوادونوسره زړۀ پورې اړيکې ټينگول غواړي،اروپايي اتحاديه دسوداگرۍ په لړکې دپاکستان ترټولوسترملگرى دى
گيلاني وويل دگډدولت اؤطاقت لۀ لارې دترهگرۍ،دچاپيريال دبدلونونو،دخوراک اؤانرژۍ په څيردکړکيچونومخه نيول کيدى شي،
نوموړي وويل دنړيوال مالياتي کړکيچ لۀ امله پرمخ تللي هيوادونه په اربونوډالردخپلواداروپه ژغورلومصرفوي اؤله دې امله مخ په ترقۍ هيوادونه دغربت په دلدل کې ډوبيږي،
هغه خبردارى ورکړوچې که چرې دموجوده بحران مخه ونۀ نيول شوه نووضعه به نوره کړکيچنه شي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG