لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: پاک افغان جرگه پيل شوه


دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ په پوله دترهگرۍ دکړکيچ ختمولو اؤ دامنيت ټينگولو په خاطر پاک افغان دامن گډه جرگه دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې پيل شوې ده .
ټاکل شوې وه په جرگه کې به ددواړو خواؤ څخه ٢٥ؤ،٢٥ؤ کسان برخه اخلي خو دجرگې په لومړۍ غونډه کې دپاکستان لخوا ١٩ؤ اؤ دافغانستان لخوا ٢٣ؤ غړو گډون درلودو.
دجرگې په پيل کې دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل پاکستان اؤ افغانستان دواړه دترهه گرۍ سره مخ دي.
ښاغلي قريشي وويل پاکستان سيمه کې دامن اؤ پرمختگ ليواله دى اؤ دائتلاف فضاء پځايې ساتلو لپاره کار کوي
دهغۀ وينا وه سيمې ته دامريکايي پوځونو دراتگ څخه وروسته وضعه بيخي بدله شوې ده.
هغۀ وويل القاعده طالبان پخپله ولکه کې اخستي چې له امله يې سيمه کې تندلاريتوب اؤ ترهه گرۍ ته وده ترلاسه شوه.
شاه محمود قريشي وويل دجرگې مقصد دترهگرۍ، وسلې اؤ نشه اي توکو مخه نيول دي.
هغۀ وويل دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ ژورې کلتوري اړيکې دي.
دهغۀ وينا وه دپاک افغان جرگې له لارې به دامن وامان په گډون دمعاشي ستونزو هواري کې مرسته ترلاسه شي.
هغۀ وويل جرگه ترهگر داسلام په ضد ثابتوي اؤ امن جرگه داسلام صحيح عکس وړاندې کوي.
شاه محمود قريشي وويل دجرگې له لارې به دواړه هيوادونه دپرمختيا ليکې ته دسميدو هڅې کوي.
دبهرنيو چارو وزير دپي پي پي وژل شوې مشرې بې نظير بوټو ته دعقيدت پيرزوئينو وړاندې کولو په ترڅ کې وويل چې زمونږ مشره هم دترهه گرۍ ښکار شوې ده.
هغۀ زياته کړه دپاکستان اؤ افغانستان په گډون ټوله سيمه کې دامن غوښتونکي يو.
هغۀ وويل څو ورځې وړاندې دپاکستان پارلمان په گډه دترهگرۍ په ضد قرارداد منظور کړو اؤ ددې ارادې پخلى يې وکړو چې دپاکستان ځمکه به په کوم بل هيواد دبريد لپاره نۀ کارول کيږي.
دبهرنيو چارو وزير وينا وه پاکستان اؤ افغانستان دغربت ، پسماندگۍ اؤ دغسې نورو گډو ستونزو سره مخ دي.
هغۀ وويل دغه گډه جرگه به وسله والې ډلې خبرو اترو لوري ته راوستلو کې مرستياله ثابته شي.
ښاغلي قريشي وويل امن زمونږ لومړى مقصد دى.
هغۀ دپاک ايران اؤ افغانستان ترمينځ دگاز دنل په هکله وويل دغه دگاز نل به دواړه هيوادونه يو بل ته نزدې کړي.
جرگه کې دافغاني هيئت مشري دافغانستان دبهرنيو چارو پخواني وزير عبدالله عبدالله کوي اؤ پاکستانى هيئت دصوبه سرحد دگورنر اويس احمدغني په مشرۍ جرگه کې گډون کوي.
جرگې ته دوينا کولو په ترڅ کې دافغان هيئت مشر اؤ پخواني دبهرنيو چارو وزير عبدالله عبدالله وويل ترهه گري دانسانيت لپاره ستر چيلنج دى چې ددې دله مينځه وړلو لپاره به پاکستان اؤ افغانستان ته په گډه هڅې کول وي.
هغۀ وويل افغانستان کې داړي گړي ختمؤنکواؤ دافغانستان اساسي قانون منونکو سره خبرو اترو لپاره افغان حکومت چمتو دى.
جرگه کې دپاکستاني هيئت مشر اؤ دصوبه سرحد گورنر اويس احمدغني وويل دجرگې مقصدد پاکستان اؤ افغانستان داولسونو ستونزې هوارول اؤ ددې دهواري لپاره وړانديزونه راټولول دي.
اويس غني وويل دستونزو دهواري لپاره دجرگو روايت ډير ښۀ دى اؤ پاکستان اؤ افغانستان ته خپلې ستونزې دجرگو له لارې هوارول پکار دي.
دجرگې په گډون کوونکو مشتملې دوه کميټې جوړې کړل شوي دي چې دجرگې دمقصدونو ترلاسه کولو باندې به غور کوي، دنهې په ورځ به وروستۍ غونډه کې گډه اعلاميه هم جاري کولى شي.
په دوه ورځې دوام لرونکې دغه جرگه کې به دترهه گرۍ دمخنيوي، پاک افغان سرحدي چارو اؤ دواړو هيوادونوته په پيښو ستونزو باندې خبرې کولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG