لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمند ايجنسي : ځانمرگي بريد کې ١٠ عسکر وژل شوي دي


دپاکستان قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو پر پوسته ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ٧ عسکر وژل شوي اؤ ٥ نورژوبل شوي دي. په مومندو کې دا لومړی ځانمرگي برید گڼل کیږي.
دسرچينو له مخې دمهمند ايجنسۍ غلنئ تحصيل کې يو ځانمرگي بريد کوونکي دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دامنيتي ځواکونو دنحقي په نوم پوستې سره ټکر کړو چې له امله يې لږ ترلږه لس عسکر وژل شوي دي.
پيښه کې دمرگ ژوبلې دسيوا کيدو انديښنه ښودل کيږي.
له چاؤدنې څخه وروسته سيمې ته نور پوځيان هم رسيدلي دي.
ژوبل عسکر دتداوۍ لپاره روغتون ته وړل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG