لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاک افغان جرگه : مخالفینو سره به خبرې کېږي


اسلام اباد کې پاک افغان گډې جرگه کې پریکړه شوې ده چې دواړه هیوادونه به مخالفینو سره خبرې کوي.
د پاکستان د پلاوي مشر او د صوبه سرحد گورنر اویس احمد غنی او د افغانستان د پلاوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د جرگې په پایې کې مطبوعاتی کانفرنس ته وویل دواړه خواوې به کمیټۍ او د رابطې ډلې جوړوي چې مخالفینو سره به تماس نیسي.
دوي وویل دوه میاشتې وروسته به په کابل کې بله جرگه کیږي.
د مطبوعاتی کانفرنس په وخت دوي د طالبانو یا گلبدین حکمتیار او یا هم د پاکستاني طالبانو نامه وانخسته خو وې ویل چې ټولو مخالفینو سره به د سولې لپاره خبرې کوي.
په دغه جرگه کې په دې خبره هم ټينگار کيږي چې دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ سعودي عرب کې کومې خبرې شوې وې بايد هغه پرمخ بوتلل شي.
دافغانستان اؤ پاکستان ترمينځ په گډه پوله دترهه گرۍ دستونزې مخنيوی ، او اړيکو ته دودې ورکولو په لړ کې ددواړو هيوادونو دامن دگډې جرگې غونډه نن په دوهمه ورځ دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې پایې ته ورسیده.

XS
SM
MD
LG