لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : د  وزارت ودانۍ کې چاودنې پینځه  کسان وژلي دي


دافغانستان په پلازمينه کابل کې نن دزيارت په ورځ داطلاعاتو اؤ کلتور وزارت دننه ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ٥ کسان وژل شوي دي خو داطلاعاتو اؤ کلتور وزير له چاؤدنې څخه روغ وتلى دى.
طالبانو ددغه ځانمرگي بريد مسؤليت پخپله غاړه اخستى دى.
په کابل کې دپوليس مرستيال مشر جنرال علي شاه احمدزي وويل چاؤدنه کې ديوې ښځې په گډون ٣تنه وژل شوي دي اؤ ٥ نور ژوبل شوي دي.
ښاغلي احمدزي وويل ددغه بريد په هکله دا نۀ شي ويلى چې ځانمرگى ؤ که نه.
له چاؤدنې وروسته افغاني عسکرو سيمه پخپله ولکه کې اخستې اؤ امدادي هلې ځلې پيل شوي دي.
دچاؤدنې دشدت له امله دوزارت ماڼۍ شيشې ماتې شوې اؤشاوخوا ځائيونو ته زيان رسيدلى دى.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل زمونږ ٢ؤ جنگيالو د ماڼۍ مخې ته پر ولاړ ساتونکي ډزې پيل کړې چې دغه شان ددريم لپاره دننه ځان الوځونې ته لاره هواره کړي.
داطلاعاتو دوزارت دغه ماڼۍ دښار مرکز اؤ دجمهوررئيس دماڼۍ څخه په لږه فاصله کې پرته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG