لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رابرټ گيټس : افغانستان کې روانه جگړه دامريکا نۀ دافغانستان خپل جنگ دى


دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس ويلي دي دطالبانو په ضد روانه جگړه دامريکا نۀ بلکې دافغانستان خپل جنگ دى، ناټو هيوادونه به نور ځواکونه افغانستان ته نۀ ليږي اؤ دوضعيت څخه دوتلو يواځينۍ لاره دا ده چې افغان پوځيان بايد زر تر زره پخپلو پښو اودرول شي.
فلوريډا کې دجنرال ډيوډ پيټراس لخوا دپوځي قوماندې دترلاسه کولو دستورې څخه په راستنيدو نوموړي وويل افغان جنگ دافغانستان پځايې دامريکا جنگ گرځول به دنړۍ تر ټولو ستره تيروتنه وي.
دهغه وينا وه په افغانستان دا خبره په غوره ډول واضحه کول پکار ده چې دغه جنگ دهغوي خپل جنگ دى اؤ امريکا ددغه جنگ دکولو دپاره نۀ بلکې دافغان اولس دمرستې دپاره ورغلې ده.
دامريکا ددفاع وزير وويل هيواد به يې نور١٠،٠٠٠ پوځيان افغانستان ته وليږي خو هغه دناټو هيوادونو لخوا افغانستان ته دنورو ځواکونو استولو په هکله هيله مند نۀ دى.
رابرټ گيټس وويل په عراق کې ١٠،٠٠٠ کسان دپوځ دپاره کار کوي ، ولې دعراق څخه په څلور برخې غټ افغانستان کې يواځې يو نيم لک پوځيان گمارل شوي دي
له دې وړاندې دجنرال ډيوډ پيټراس دقوماندې سمبالولو دستورې ته په وينا کې ددفاع وزير وويل هغۀ هيله لري چې جنرال ډيوډ پيټراس به دعراق په څير خپل صلاحيتونه افغانستان کې هم په کار راولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG