لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افتخار چوهدري : د٣م نومبر د مارشل لاء بنياد وړاندې څخه ايښودل شوى ؤ


تير کال دپاکستان د پخواني جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف لخوا په هيواد کې دبيړني حالت دپځايې کولو اؤ دعدليې دمعطلۍ په ضد نن دتورې ورځ نمانځني په مهال پيښور، لاهور، کراچۍ، مانسهره، اوکاړه، فيصل اباد اؤ دلاړکانه په گډون دهيواد په ټولو وړو اؤ لويو ښارونو کې لاريونونه ويستلى شي اؤ دعدالتونو څخه بائيکاټ دوام لري.
دخپلې څوکۍ څخه لرې کړل شوى دپاکستان پخوانى مشر قاضي افتخار محمدچوهدري داسلام اباد څخه ديو جلوس په شکل کې پينډۍ ښار ته راوستل شو چې دلته به له وينا وروسته وکيلان هغه کور ته له رسولو وروسته په شاهراه دستور تر دوؤ ساعتو پرلت ماتوي چې ددې لپاره دټول هيواد څخه اسلام اباد ته تگ دوام لري خو دوکيلانو لخوا داعلان شوي احتجاجي پرلت غزونې مخنيوي لپاره نن دسحر څخه خنډان داسلام اباد پارلمان هاؤس مخې ته رسول شوي دي.
لاهورهائيکورټ بار اؤ ډسټرکټ بار کې دبيلا بيلو غونډو څخه وروسته لاريونونه وويستل شول اؤ کراچۍ کې له غونډې وروسته وکيلانو پر ايم اى جناح روډ پرلت وغزولو
دوکيلانو دتورې ورځې په مهال دوکيلانو کنونشن ته دوينا په مهال لرې کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري وويل د٣م نومبر دمارشل لاء بنياد وړاندې څخه ايښودل شوى ؤ اؤ دغه مارشل لاء يواځې دعدليې اؤ ميډيا په ضد لگول شوې وه.
افتخار چوهدري وويل دپاکستان اولس هيواد کې ازاده عدليه اؤ دقانون سرلوړي غواړي.
هغۀ وويل په دې وروستيو کې عدليې دډيکټاټورانو ملاتړ وکړو چې ددې له امله دهيواد په ٦٠ کلن تاريخ کې يواځې ٢٤کلن دور جمهوري پاتې شو.
هغۀ وويل دقاضيانو دپځايې کولو په تحريک کې پينځه زره وکيلان زندان ته وليږدول شول.
هغۀ زياته کړه دجمهوررئيس پرويز مشرف غوندې حکومتونه دازادې عدليې، ازادو قاضيانو اؤ ازدو پريکړو په حق کې نۀ وي.
دپينډۍ ډسټرکټ بار ته پخپله وينا کې دسپريم کورټ بار صدرعلي احمد کرد وويل مونږ قاضيان د٢م نومبر عدليې سره سم پخپلو څوکو پځايې کول غواړو.
دهغۀ وينا وه د٣م نومبر ورځ دهيواد دتاريخ يوه توره ورځ ده اؤ دغه ورځ يواځې دوکيلانو نۀ بلکې دپرويز مشرف لپاره هم توره ورځ ده.
پينډۍ ښار کې دوکيلانو کنونشن ته پخپله وينا کې دسپريم کورټ بار پخواني صدر اؤ دوکيلانو دتحريک يو فعاله مشر چوهدري اعتزاز احسن وويل هيواد کې وضعه هاغه وخت ښۀ کيدلى شي چې هر وگړي ته انصاف ترلاسه کيدلى شي اؤ عدليه ازاده وي.

XS
SM
MD
LG