لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د جمهوررئیسۍ ټاکنو رایو شمېر پېل شوې دی


د امریکې د جمهوررئیسۍ لپاره ټاکنې نزدې پایې ته رسیدلې دي. او په ځینو ایالتونو کې د رایو شمېر پېل شوی دی.
تمه ده چې د ورجینیا، انډیانا او ځینو نورو ایالتونو نتیجې تر ټولو وړاندې را ښکاره شي.
د امریکا د جمهوررئسۍ لپاره د ډیموکریټ گوند براک اوباما او د ریپبلکن گوند کاندید جان مکین تر منځ مقابله ده.
د امریکا د جمهورئیس جوړیدو لپاره د جمهورریسۍ کاندید ٢٧٠ استازو ته اړتیا لري. د امریکا په کانگرس یعني سینټ او هاوس اف ریپریزینټیټو یا اولسي جرگه کې د غړو شمېر ٥٣٨ دي.
په دغو کې چې څوک هم د نیمې نه زیات غړي وگټي، نو جمهوررئیس به جوړیږي.
خو د جمهوررئیس جوړیدو پریکړه د امریکا اولس کوي په نورو ټکو کې که د یو ایالت لخوا په سینټ او اولسي جرگه کې د غړو شمېر ٢٠ وي.
او که د هر گوند سره یې تعلق وي خو که د هغه ایالت وگړي د جمهوررئیسۍ په ټاکنو کې براک اوباما او یا جان مېکین ته زیاتې رایې ورکوي نو د ایالت غړي مجبوردي چې گوندي تعلق شاته پریږدي او د ایالت د خلکو د رایو په اساس د جمهورئیسۍ کاندید ته رایې ورکړي تر اوسه اندازې ښي چې په روانو ټاکنو کې براک اوباما کیداې شي ٢٩٠ استازي وگټی خو که ښاغلي اوباما٢٧٠ استازي هم وگټي نو د امریکا جمهورئیس جوړیدې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG