لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

براک اوباما د امریکا لومړۍ افریقایي امریکایي جمهوررئیس 


د امریکا یي مطبوعاتي رپوټونو تر مخه د امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل افریقایي امریکایي د نړۍ تر ټولو طاقتورې څوکئ یعني د امریکا د جمهوررئیسۍ انتخابات وگټل.
.براک اوباما د ٢٩۴ استازي گټلي دي.
د امریکا جمهوررئیس جوړیدو لپاره ٢٧٠ استازي گټل پوره وي.
د امریکا په لریو ښارونو کې د اوباما پلویان خوشحالي لمانځلي.
د امریکا په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې تور امریکایي به په سپینه ماڼۍ کې کیني.
د براک اوباما سیال د ریپبلېکن گوند جان مېکېن خپل بیلات منلې دی. او ښاغلي اوباما ته یې د امریکا جمهوررئیس په جوړیدو دټیلي فون د لارې امبارکي ویلې او د خپلې مرستو ژمنه یې هم ورته وړاندې کړې ده.
د امریکا اوسینو ټاکنو ته د هرچا نه زیات په اسلامې نړۍ او په تېره بیا پاکستان او افغانستان کې خلک ډیرې هیلې لري.
په دغو هیوادونو کې د میډیا د رپوټونو تر مخه خلک براک اوباما نه تمه کوي چې د امریکې په بهرنۍ تگلاره کې به بدلون راولي.
دعراق جگړه بهودروي او په افغانستان او پاکستان کې د ترهگرۍ ختمولو کې مثبت رول لوبوي.









XS
SM
MD
LG