لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمومند اؤ باجوړ ايجنسيو پوځي عملياتو کې ١١ جنگيالي وژل شوي دي


دپاکستان قبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ نښته کې ٧ تندلاري وژل شوي دي.
دمهمند ايجنسۍ په کړپه سيمه کې له ٢٠٠ؤ څخه زياتو جنگيالو پر امنيتي پوسته بريد کړو.
له دې وروسته امنيتي ځواکونو ځوابي عمليات پيل کړل چې له امله يې ٧ تندلاري ووژل شول.
دډزو په تبادله کې ٤ عسکر هم ژوبل شول.
جنگيالو دپيښور، باجوړ لويه لاره اؤ په دغه سيمه کې دهلاکونو يو سکول په بمونو الوځولي دي.
همدغه راز مهمند ايجنسۍ کې دجنگيالو لخوا يرغمال نيول شوؤ ٧ؤ قبائيليانو څخه يو تن ملک سعد خوشې کړل شوى دى.
بلخوا دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په چارمنگ کې امنيتي ځواکونو دجنگيالو پر پټن ځائيونو گوله باري کړې ده
دغيرملکي خبري اژانس له مخې په دغه گوله بارۍ کې ٤ جنگيالي وژل شوي دي
همدغه راز دجنگيالو په ضد عملياتو کې برخې اخستو لپاره نور پوځيان هم باجوړ ته رسيدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG