لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور: ځانمرگي بريد کې ٣ کسان وژل شوي گڼ شمېر ژوبل


دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې دقيوم سپورټس کمپليکس پر مرکزي دروازه کې ځانمرگي بريد شوى دى چې له امله يې ديو ماشوم په گډون ٣ کسان وژل شوي اؤ١٤ نور ژوبل شوي دي.
ددغه بريد مسؤليت ددره ادم خيلو جنگيالو په غاړه اخستى دى.
دسرچينو له مخې دصوبو ترمينځ دلوبو ددستورې په مهال دغه چاؤدنه دصوبه سرحد دمشر وزير بشيربلور دراوتلو سره سم دهغه گاډي سره نزدې وشوه خو نوموړى ددغه بريد څخه ژوندى وتلى دى.
له چاؤدنه وروسته دقيوم سټيډيم څخه بهرمنډې ترړې جوړې شوي.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوي چې پکې ٢ پوليسان هم شامل دي.
بل لوري ته دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ددغه پيښې څخه وروسته ويلي دي دلوبو ميدان کې لږ ترلږه ١٢ سوه لوبغاړي اؤ شاوخوا١٠ زره ننداره چيان موجود وؤ خو هغوي خوندي دي.
هغۀ وويل چاؤدنه ځانمرگي وه چې پکې ٣ کسان وژل شوي اؤ٧ نور ژوبل شوي دي.
هغۀ وويل دترهه گرۍ په ضد جگړه روانه ده.
ويل کيږي په دغه ځانمرگي بريد کې ٧ کلو چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ

XS
SM
MD
LG