لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: دامريکايي سازمان مشر نامعلومو وسله والو وژلى دى


دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې دقبائيلي سيمو دپرمختيا دپاره دکارکوونکي يو امريکايي سازمان مشر اؤ دهغۀ ډرائيور دنامعلومو خلکو لخوا وژل شوي دي.

دپيښور چاوڼۍ دپوليسو مشر عبدالقادر خبريالانو ته ويلي دي دغه پيښه نن دشورو په ورځ سحر ٩ بجې په يونيورسټي ټاؤن سيمه کې رامينځته شوې ده.

دهغۀ وينا وه کله چې دامريکايي سازمان يو مشر سټيفن ډيونسي چې امريکايي وگړى دى خپل کور څخه دفتر ته دتگ په غرض په گاډي کې روان شو نو نامعامو کسانو پرې ډزې وکړې اؤ هغه يې ووژلو.

په اسلام اباد کې دامريکايي سفارت خانې يو وياند وائس اف امريکا سره په خبرو کې ددغه پيښې دپخلي کولو په ترڅ کې وويل وژل شوى امريکايي وگړى په پاکستان کې دډيپلوماټ په توگه نۀ ؤ گمارل شوى.

امريکايي وياند وويل سفارت خانه يې دپاکستاني چارواکو سره په گډه ددغه پيښې پلټنې کوي.

له دې وړاندې په ٢٦م اگست هم په دغه سيمه يونيورسټي روډ کې نامعلومو وسله والو په پيښور کې دامريکايي قونصل خانې دمشري لينسي ټريسي په گاډي هم ډزې کړې وې خو هغې ته په دغه بريد کې کوم زيان نۀ ؤ رسيدلى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG