لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قندهار: ځانمرگي بريدونو کې شپږ کسان وژل شوي


دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان په قندهارولايت کې دولايتي شورى په دفترکې دځانمرگي بريد له امله لږ ترلږه 6 کسان وژل شوي اؤ تر٤٠ؤ زيات ژوبل شوي دي.
ويل کيږي په ژوبلو کې دولايتي شورا ځينې غړي هم شامل دي خو نومونه يې نۀ دي په ډاگه شوي.
دسرچينو له مخې نن دشورو په ورځ يو ځان وژونکى په جنوبي ښار قندهار کې دولايتي شورا دفتر ته ننوتو اؤ ځان يې والوځولو چې له امله يې درنه مرگ ژوبله رامينځته شوه.
نن دشورو په ورځ دافغانستان په هلمند ولايت کې هم ځانمرگی بريد شوی چې پکې ددوؤ پوليسانو په گډون ٥ کسان وژل شوي دي.
دسيمه ييزو امنيتي چارواکو له مخې دغه بريد نن له غرمې مخکې دهلمند-قندهار پر لويه لار دپوليسو پر يو گاډي ترسره شوی او ورسره څيرمه درې عام وگړي چې په يو بل گاډي کې ناست وؤ هم وژل شوي دي.
بل لوري ته نن د قندهارښار په ميرويس مينه کې دنامعلومو وسله والو لخوا د نجونو د ليسې پر ١٥ؤ زده کوونکيو نجونو تيزاب شيندل شوي اؤ سوځول شوي دي.
دقندهار ولايت د پوهنې د رياست فرهنگي مسؤل علاءالدين خبريالانو ته ويلي دي دغه نجونې د نازو انا د ليسې زده کوونکې وې
هغه وويل ددغه ليسې نجونې، چې مخونه يې په پړونو کې پټ وو.په داسې حال کې چې ليسې ته پياده روانې وې، نامعلومو کسانو يې پر مخونو تېزاب وشيندل او پينځلس واړه يې وسوځولې .
يو شمير جينکۍ له سوځول کيدو وروسته د ميرويس روغتون ته رسول شوي دي اؤ دغلته يې روغتيايي وضعيت مرگونى ښودل کيږي.

XS
SM
MD
LG