لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور:دوسله والو لخوا ايراني ډيپلوماټ تښتول شوى اؤ ساتونکى يې وژل شوى دى


دصوبه سرحد سرښار پيښور حيات اباد سيمې څخه دايراني قونصل خانې کمرشل اتاشي حشمت اطهر زاده دنامعلومو وسله والو له لوري تښتول شوى اؤ دهغه ساتونکى وژل شوى دى.
دعيني شاهدانو له مخې نن دزيارت په ورځ ايراني ډيپلوماټ دخپل ساتونکي سره د کور څخه راوتلو، لږه فاصله کې دسپين رنگ يو موټر کې ٤ؤ وسله والو دهغه گاډى اودرولو اؤ دهغه دتښتونې هڅه وشوه
سرچينې وايي کله چې حشمت اطهر اؤ دهغه ساتونکي دځان ژغورنې دپاره مقاومت کولو نو په دغه مهال دوسله والو لخوا په ډزو کې دهغۀ ساتونکى سجاد ووژل شو اؤ نوموړى ايراني ډيپلوماټ وتښتول شو.
بل لوري ته دعوامي نيشنل گوند مشر اسفنديارولي خان ، صوبايي مشر افراسياب خټک اؤ دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي ددغه پيښې غندنه کړې ده اؤ دتښتول شوي ايراني کمرشل اتاشي راخوشې کولو لپاره يې دسملاسي گامونو اخستو امر کړى دى.
پاکستان کې دايران سفير ماشاء الله شاکري يو بيان کې ويلي دي ايراني اؤ نورو غير ملکي سفارت کارو ته امنيت ورکول دپاکستاني حکومت مسؤليت دى.
هغۀ وويل ددغه پيښې په هکله ايراني حکومت دپاکستان حکومت سره په تماس کې دى.
حيات اباد کې دسفارت کار دتښتونې دغه دوهمه پيښه ده ، له دې وړاندې په ٢٢م ستمبر پاکستان کې دافغانستان نومولى شوى سفير اؤ په پيښور کې افغان قونصل جنرال عبدالخالق فراهي هم ددغه سيمې څخه تښتول شوى ؤ چې تراوسه يې هيڅ درک نۀ دى لگيدلى.
دعبدالخالق فراهي دتښتونې په مهال هم دوسله والو په ډزو دهغه ډرائيور وژل شوى ؤ.
نن دايراني ډيپلوماټ دتښتول کيدو دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې پرون په پيښور کې ديو امريکايي سازمان مشر اؤ دهغۀ ډرائيور دنامعلومو کسانو لخوا وژل شوي وؤ اؤ پوليسو ادعا لرله چې ددغه پيښې څخه وروسته يې په پيښور کې سخت امنيتي گامونه اخستي دي.
دپيښور دپوليسو مشر ډاکټر سليمان خان ويلي دي پيښور کې دغير ملکيانو تښتونه اؤ وژنه شاوخوا اؤ قبائيلي سيمو کې دجنگيالو په ضد دکيدونکو عملياتو غبرگون دى.
بلخوا دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين په دې اړه ژورنالستانو ته ويلي دي ترهه گر خلک ويرې ترهې سره مخ کول غواړي اؤ هغوي به دخپلو اعمالو سزا ومومي

XS
SM
MD
LG