لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننگرهار: ځانمرگي بريد کې ١١ کسان وژل شوي دي


افغانستان کې موجود امریکایي ځواکونه وایي د پاکستان پولې ته نزدې د افغانستان ختیځ ننگرهار ولایت کې يو ځانمرگي بريد کې یو امريکايي پوځي او لس ملکي کسان وژل شوي دي. افغان چارواکو ویلي د ننگرهار سر ښار جلال اباد نزدې په دغه ځانمرگي برید ٧٠ کې کسان وژل شوي دي.
دائتلافي ځواکونو په يو بيان کې ويل شوي دي دچارشنبې په ورځ هم په شمالي افغانستان کې ديوې چاؤدنې له امله دناټو ٢ عسکر وژل شوي دي خو په دغه بيانيه کې دهغوي قوميت نۀ دى په ډاگه کړل شوى.
دننگرهار دوالي وياند احمد ضياء عبدالزي ويلي دي دمړو اؤ ژوبلو شميره نور هم زياتيدى شي.
هغۀ وويل ځانمرگي خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دبټي کوټ اولسوالۍ په فارم سه سيمه کې الوځولى دى.
دولايتي پوليسو دمشر وياند غفور خان وايي کاروان هاغه مهال په نخښه شو کله چې دبټي کوټ اولسوالۍ د يو مصروف مارکيټ سره نزدې په سړک تيريدلو
هغه وايي کوم ځايې کې چې پيښه رامينځته شوې ده هلته خلکو دگډو، غواگانو، بيزو اؤ نورو څاروؤ سوداگري کوله.
په بريد کې دامريکايي ځواکونو يو گاډى، دوه نور گاډي اؤ دوه رکشې هم تباه شوي دي.
بل لوري ته طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى اؤ ويلي يې دي دغه ځانمرگى بريد نۀ ؤ بلکې طالبانو يواځې ټانکونه په نخښه کړي دي ، دغه بريد کې ٥ ائتلافي پوځيان وژل شوي اؤ له بريد څخه وروسته ائتلافي ځواکونو دډزو له امله ٤٠ اولسي وگړي وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG