لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مائيکل هيډن : القاعده د پاکستان قبایلي سیمې مرکز  په توگه کاروي


واشنگټن کې داټلانټک کونسل پوهانو ته دوينا په مهال دامريکايي استخباراتي شبکې( سي ايي اى) مشر مائيکل هيډن وايي القاعده پاکستان دخپل مرکز په توگه وکارولو اؤ اوس داسلام اباد حکومت لپاره ترټولو لويه خطره جوړه شوې ده.
دسي ايي اى ډائريکټر زياته کړه پاک افغان سرحدي سيمه کې پټ اسامه بن لادن ورځ په ورځ يواځې کيږي اؤ دهغۀ زيات توان اوس يواځې دخپل ځان په خوندي کولو صرف کيږي.
هغۀ زياته کړه القاعده دجمهوررئيس پرويز مشرف دواکمنۍ دوره کې قبائيلي سيمو کې شوي دامن تړونونه مات کړل اؤدغه سيمه يې دترهگرو لپاره په خوندي ځائيونو بدله کړه.
ښاغلي مائيکل هيډن داوسني حکومت ستائينه وکړه اؤ په قبائيلي سيمو کې يې په روانو عملياتو داطمينان څرگندونه وکړه.
هغۀ وويل افغانستان کې موجود بيلتون خوښي پښتانۀ دالقاعده سره په گډه هلې ځلې کوي.
هيډن وويل دالقاعده نيټ ورک کې داسامه بن لادن گډون دنشت برابر پاتې شوى دى خو دهغه نيونه اوس هم دسي ايي اى لومړۍ ترجيح ده.
دسي ايي اى مشر وويل داسامه نيونې يا وژنې سره به دترهگرو نيټ ورک کې درز پيدا شي اؤ کوم تندلاري چې القاعده پورې تړاؤ نۀ لري هغوي به هم اغيزمن کيږي.
دنوموړي وينا وه اسامه بن لادن دالقاعده فعاليتونو څخه بيل کړل شوى دى اؤ هغه په دغه تنظيم کې دخپلې بقاء جگړه کوي اؤ امريکا ته اوس هم ترټولو لويه خطره دپاکستان قبائيلي سيمو څخه پيښه ده.
ښاغلي هيډن زياته کړه کۀ دالقاعده قومانده وي، روزنيز مرکزيا دپنگو رسد ددغه ټولو مرکز دپاکستان قبائيلي سيمې دي.
دسي ايي اى مشر وويل سعودي عرب کې القاعده ځان يو ځل بيا منظم کړى دى اؤ دپاکستان قبائيلي سيمو کې يې نيټ ورک پياوړى کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG