لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزى طالب مشرملاعمرته دجوړجاړي وړانديزکړى دى


دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزى وايي کۀ طالب مشر ملا عمر ورسره خبرې اترې وغواړي نو هغه ورته دامنيت ضمانت ورکوي اؤ دهغۀ نوم به دترهه گرو دفهرست څخه ختم کړل شي.
نوموړى وايي کۀ لويديز په دې خبره ناخوښي څرگندوي نو ورسره دوه لارې دي يا خو ورته هغه(کرزى) گوښه کول اؤ يا پريښودل پکار دي.
کابل کې په يوه خبري ناسته کې ښاغلي کرزي وويل کۀ چرې طالب مشر ملا عمر افغانستان ته ورشي نو دهغه دخونديتوب ضمانت ورکوي.
حامد کرزي وويل کۀ چرې ما دهغه څخه واوريدل چې غواړي افغانستان ته راځي يا دامن خبرې کوي نو دافغانستان دجمهوررئيس په توگه هغه ته دامنيت ورکولو لپاره هر ممکن گام اخستو ته چمتو يم.
کرزي زياته کړه کۀ زۀ ووايم دملا عمر لپاره خونديتوب غواړم اؤ نړيواله ټولنه پرې ناخوښه وي نو دوه لارې لري يا خو دې ما گوښه کړي اؤ يا مې دې پريږي .
کرزي وويل ما ته دطالبانو قيادت له لوري دا اوريدل دي چې هغوي په افغانستان کې امن غواړي.
شاوخوا اويا زره بهرني عسکر چې نيمايي پکې امريکايان دي دطالبانو په ضد هلې ځلې کوي.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي له دې وړاندې هم څو څو کرته طالب مشر ملا عمر ته دغه رقم دجوړجاړي وړانديزونه کړي دي خوطالبانوهرځل دسولې وړانديزونه ددې دريځ پخپلولوردکړي دي چې لمړى بايدائتلافي ځواکونه دافغانستان څخه اوځي
طالبان داهم وايي چې جمهوررئيس کرزى امريکا په چوکۍ کښينولى دى اؤهغه پخپله هيڅ واک نۀ لري ترڅودجوړجاړي خبره وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG