لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات: ځانمرگي  بريدکې  څلورعسکروژل شوي


پاکستاني چارواکي وايي دصوبه سرحد د ناقراره سيمې سوات په خوازه خيله تحصيل کې پر امنيتي پوسته يو ځانمرگي بريد ترسره شوى دى چې پکې څلور پوځيان وژل شوي دي.
په سوات سيمه کې دپاکستاني پوځ يو وياند عتيق الرحمان خبريالانوته وويل په دغه ځانمرگي بريد کې څلور عسکر وژل شوي اؤ٣ نور ژوبل شوي دي.
ټپيان دتداوۍ لپاره دخوازه خيلې روغتون ته رسول شوي دي.
هم په سوات کې يو بل پوځي وياند ميجر ناصر خان وويل نن دگل په ورځ شاوخوا ١١ بجې دخوازه خيلې تحصيل په گواشکوړه سيمه کې دامنيتي ځواکونو پر پوسته يوځانمرگي دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى ټکر کړو چې امله يې د مرگ ژوبلې انديښنه ده.
وياند زياته کړه عسکرو دغه سيمه اوس پخپله ولکه اخستې اؤ چاته دتگ راتگ اجازه نۀ ورکول کيږي.
بل لوري ته سوات کې دامنيت دټينگښټ لپاره دقامي جرگې اؤ طالب مشر مولانا فضل الله د ډلې ترمينځ بريالۍ خبرې شوي دي اؤ مولانا فضل الله جرگې ته باور ورکړى دى چې کۀ چرې حکومت خبرو اتروکې مخلص وي نو هغوي به هم خپل فعاليتونه اودروي.
دغه جرگه سوات کې دغيرفعاله کړل شوي تنظيم سره له برياليوخبرو اترو وروسته صوبايي حکومت سره هم دخبرو لپاره پيښورته روانه شوې ده.
دسرچينو له مخې دخبرو اترو په لمړي پړاؤ کې په اوربند اؤ په دې وروستيو کې دامن په شوي تړون دعمل خبرې وشوې.
په پخواني تړون کې سوات څخه دپوځ ويستل، عملياتو کې داوښتو زيانونو ازاله، مالاکنډ ډويژن کې دشريعت پځايې کول اؤ دټولو طالب جنگيالو خوشې کول شامل دي.
په کبل تحصيل کې نن په ١١مه ورځ هم کرفيو پځايې ده اؤ دپوځيانو هلې ځلې دوام لري اؤ دکبل تحصيل په کبل خاص، اخون کلي اؤ زوړا کې امنيتي ځواکونو دجنگيالو پر سنگرونو گوله باري کړې ده خو دمرگ ژوبلې په هکله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي

XS
SM
MD
LG