لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:امريکا سره دبريدونوپه اړه پټ تړون نشته 


دپاکستان دبهرنيوچارو دفتر وايي حکومت امريکا سره په قبائيلي سيموکې دامريکايي جاسوسي الوتکودلارې دکيدونکوبريدونوپه هکله کوم پټ تړون نۀ دى کړى اؤ په دې اړه امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ کې خپور شوى راپور بې اساسه دى،
دپاکستان دخارجه دفتر وياند محمد صادق شخصي تيليويزيون سره په خبرو کې وويل امريکايي ميډيا دنامعلومو سرچينو څخه دپاکستان په ضد خبرونه خپروي خو پاکستان دې ته کوم ارزښت نۀ ورکوي،
پرون دامريکا وتلې ورځپاڼې دپاکستاني اؤامريکايي چارواکولۀ خلې راپورخپورکړى ؤ چې دپاکستان اؤامريکا ترمينځ دترسره شوي پټ تړون لۀ مخې به پاکستان قبائيلي سيموکې دکيدونکوبريدونوپه ضداحتجاجونه کوي خوامريکا به په دغواحتجاجونوغوږ نۀ گروي.

XS
SM
MD
LG