لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باجوړ او سوات خونړیو پېښو کې په لسگونو مړه


د افغانستان پولې سره نزدې د پاکستان قبایلې سیمه باجوړ ایجنسۍ کې جنگیالو په یو برید کې لس حکومت پلوه قبایلي مشران د تختولو وروسته وژلي دي.
باجوړ قبایلې سیمه کې د ماموندو قبیلې یو ځائي مشر ملک منیر د خار په سول کالونی کې نن خبریالانو ته ویلي زیاتره برید کونکي ازبک جنگیالي وؤ. ملک منیر وویل دوي د خپل لس نور قبایلي مشرانو سره د باجوړ پولیټکل انتظامېې سره خبرو لپاره روان وؤ چې په لار کې طالب جنگیالو په دوي برید وکړو. ملک منیر چې سره د خپل وراره د جنگیالو د ولقې نه تختیدو کې بریالي شو. نوموړي خبریالانو ته وویل دوي د برید وروسته د ماموندو قبېلې یو بل مشر په کور کې پناه واخسته کوم چې جنگیالو په بمونو ولوځولو. بلخوا د صوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې ځواکونو او د جنگیالو تر منځ نښتنو کې لږ تر لږه نهه جنگیالی او یو عسکر وژل شوې دی.
دسرچينو له مخې جنګيالو دمينګورې څخه کبل ته پر تلونکي پوځي کاروان دکانجو په مقام په درنو وسلو سره ډزې وکړې.
دامنيتي ځواکونو دځوابي عملياتو څخه وروسته دغه جنګيالي وتښتيدل.
له پيښې وروسته کانجو کې بې اعلانه گرځ بنديزپځايي کړل شوى اؤ کبل، کانجو روډ دتګ راتګ لپاره بند کړل شوى دى.
کبل تحصيل کې نن په ١٢مه ورځ هم کرفيو پځايې ده، مټې اؤ دکبل په بره سيمو کې دجنګيالو په ضد
دپوځيانو فعاليتونه دوام لري اؤ پوځيانو دجنګيالو په سنګرونو ګوله باري کړې ده چې پکې دمرګ ژوبلې اوښتو انديښنه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG