لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات او  باجوړ کې شپږ کسان وژل شوي


دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې په کورونو دگولو پريوتو له امله د٢ؤ ښځو په گډون ٤ کسان وژل شوي دي اؤ کبل تحصيل کې دپوځيانو دلټونې عمليات دوام لري.
دسرچينو له مخې دکبل تحصيل په ډاگۍ سيمه کې په کور دگولې پريوتو له امله ٢ کسان ووژل شول.
همدغه راز دخوازه خيلې په کس سيمه کې په کورونو دگولو پريوتو له امله ٢ ښځې ووژل شوې
دکبل تحصيل کې نن په ديارلسمه ورځ هم دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري اؤ دجنگيالو په پټن ځائيونو په دمې دمې سره گوله باري روانه ده.
بل لوري ته دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ کې هم دامنيتي ځواکونو گوله بارۍ له امله دوه جنگيالي وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي هم دي.
دباجوړايجنسۍ نواگئ تحصيل اؤ ماموند په بيلا بيلو سيمو کې بيگاه ټوله شپه گوله بارۍ دوام ولرلوچې له امله يې ٢ جنگيالي ووژل شول اؤدهغوي گڼ شمير سنگرونه هم له مينځه وړل شوي دي.
دعملياتو په مهال يوه گوله په يو کور پريوته خو کومه مرگ ژوبله يې نۀ ده اړولې.
دځايې انتظاميې وينا ده دوه ورځې وړاندې دتښتول شوؤ څلورو قبائيلي مشرانو دراخوشې کولولپاره هڅې دوام لري.
بلخوا امنيتي ځواکونو دنواگئ تحصيل تر کنټرول لاندې مهمو سيمو کې پرمختگ پيل کړى دى.
ټوله ايجنسۍ کې امنيتي تدابير سخت اؤ په تجارتي اؤ حساسو ځائيونو پوستې جوړې کړل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG