لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قريشي : قبائيلي سيمو کې بريدونه د پاکستان خپلواکۍ پر ضد گام دى


دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي په پاکستاني سيمو کې دجاسوسي الوتکو لخوا ميزائيلي بريدونه اؤ دپولو څخه پرله پسې سرغړونه زمونږ دخپلواکۍ سره دلوبو کولو برابر خبره ده.
جرمن ميډيا سره دخبرو په مهال شاه محمود قريشي دسيمه ييزې سلامتۍ ، ځايې سياسي وضعې، دجمهوري حکومت اقتصادي اؤ سلامتۍ دتگلارې اؤ پيښو ستونزو مقابلې لپاره پر تگلاره دپاکستان دريځ څرگند کړو.
هغۀ وويل پاکستان دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دلمړي صف هيواد پاتې شوى اؤ دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب مخنيوي کې يې دهر يو هيواد په پرتله لازواله اؤ نۀ ختميدونکې قربانۍ ورکړي دي.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير وويل پاکستاني سيمو کې دترهه گرۍ مقابلې لپاره په موثره اؤ گڼ اړخيزې تگلارې کار کوؤ خو دا هم يو حقيقت دى چې هيڅ يو هيواد دترهه گرۍ دمخنيوي جنگ په يواځې ځان نۀ شي گټلى بلکې په دې هکله دنړيوالې ورورولۍ ممکنې مرستې ته اړتيا ده.
هغۀ وويل پر پاکستاني سيمو دجاسوسي الوتکو بريدونه اؤ دپولو څخه پرله پسې سرغړونې زمونږ ازادي اؤ خپلواکې اغيزمنه کوي اؤ داسې کولو سره په نړيوالو قوانينو پسې ټوقه کيږي چې له امله يې دترهه گرۍ په ضد جگړې ته زيان رسيږي.
شاه محمود قريشي زياته کړه دقبائيلي اولس زړونه گټل غواړو خو د زيات طاقت کارولو له امله دغه عمل اغيزمن کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG