لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنگو:دجومات دننه ځانمرگي بريدکې ٣کسان وژل شوي دي


دهنګو دټل تحصيل په سيمه کې ديو جومات دننه ځانمرگي بريدشوى دى چې له امله يې لږترلږه ٣کسان وژل شوي اؤتر١٠ؤ زيات ژوبل شوي دي،
لمړي راپورونه وايي بريدنن دخالي په ورځ هاغه مهال وشوکله چې په جومات کې خلک دماښام د نمونځ اداکولووروسته دجومات څخه وتل
دچاودني له امله ددغه جومات بام راکښيناستواؤخلک ترې دلاندې گيرشول.
ژوبل کسان دتداوۍ دپاره دټل اولسي اؤ پوځي روغتونونوته رسؤل شوي دي اؤدغلته هم دگڼوکسانووضعيت مرگونى ښودل کيږي
دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري اؤصدراعظم سيديوسف رضاگيلاني ددغه ځان مرگي بريدپه سختوټکوکې غندنه کړې ده اؤ ويلي يې دي ترهگرپه دغسې ناوره عملونوترسره کولوسره هيوادبې ثباته کول غواړي خوحکومت به هغوئ کله هم خپلې مخې ته پرې نۀ ږدي
بلخوا دصوبه سرحد ناقراره سيمې سوات په سرښار مينگوره کې نامعلومو وسله والو دصوبه سرحد دځنگلونو د وزيرواجد علي ورور انسپکټر فاروق خان په ډزو سره وژلى دى.
دملاکنډ دترافيکو پوليس مشر انسپکټر فاروق دشخصي کار په لړ کې په وتکى روډ تيريدلو، چې په په لويه لاره دنامعلومو مخ پټو وسله والوپر هغه ناڅاپه بريد وکړو چې له امله يې هغه په موقع خپل ژوند دلاسه ورکړو.
فاروق خان دايس ايچ او په حيث پر خوازه خيلې تاڼې دجنگيالو بريد دوه وارې ناکامه کړى ؤ.
انسپکټر فاروق ددصوبه سرحد دځنگلونو دوزير واجدعلي ورور اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي مظفرالملک ورارۀ ؤ.
بلخوا جنگيالو مينابازار مينگوره کې دويډيو دوؤ دوکانونو ته اور اچولى دى.
همدغه راز بريکوټ کې مخ پټو کسانو په ډزو سره يو تن وژلى.
همدغه راز کبل سيمه کې هم دجنگيالو دوتلو څخه وروسته دامنيتي ځواکونو دلټونې عمليات دوام لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG