لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور:بمي چاؤدنه کې ٩ کسان ژوبل شوي دي


دصوبه سرحد د سرښار پيښور په اشنغرۍ کې ديوې امام باړې کې دننه بمي چاؤدنه کې ٩ کسان ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنه داشنغرۍ بازار په تکيه سنگهان سيمه کې شوې ده.
لومړي راپورونه وايي دچاؤدنې غږ تر لرې لرې اوريدل شوى اؤايمبولانسونه دپيښې ځايې ته رسيدلي دي.
په چاؤدنه کې دامام باړي ديوالونو ته هم سخت زيان رسيدلى دى.
په ژوبلو کسانو کې ښځې هم شاملې دي چې ددرملنې دپاره دپيښور جرنيلي يا ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوي دي.
دصوبه سرحد دپوليسو مشر ملک نويد وايي دا دستر نوعيت چاؤدنه نۀ وه بلکې داسې بريښي چې چاؤديدونکي مواد دامام باړې دننه ايښودل شوي وؤ.
دپوليسو مشر وويل په چاؤدنه کې به د٦ؤ څخه تر٧ؤ کلو چاؤديدونکي مواد کارول شوي وي.
دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې څو ورځې دمخه پيښور ښار ته ددريوؤ ځان وژونکو دننوتلو په اطلاع دوړاندې څخه امنيتي گامونه اخستل شوي وؤ

XS
SM
MD
LG