لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دهوايي ځواکونو مشر: دجاسوسي الوتکو دبريدونو مخه نيولى شو


دپاکستان دهوايي ځواکونو مشر مارشل تنويرمحموداحمد وايي دپاکستان هوايي ځواکونه دجاسوسي الوتکو لخوا دکيدونکو بريدونو دمخنيوي توان لري اؤ اوس حکومت ته دا پريکړه کول دي چې هغه دهوايي ځواکونو دتوان څخه گټل اخستل غواړي کۀ دبريد کوونکو سره دجنگ دپاره تياريږي.
په کراچۍ کې د٢٠٠٨ء دنظرورکولو ددفاعي نندارې څخه دليدنې په مهال ميډيا سره په خبرو کې هغه وويل په قبائيلي سيمو کې دکيدونکو بريدونو دځواب ورکولو دپاره به حکومت ته لاره ټاکل وي.
د هوایي پوځ د مشر دا خبره په داسې وخت کې راغلې چې د ترهگرۍ پرضد تگلاره هم د پاکستان پوځ جوړوي او منتخب حکومتونه په دغو پریکړو کې بې خبره ساتل شوي دي.
دنوموړي وينا وه دپاکستان هوايي ځواکونه دخپلو پولو دخوندي کولو بشپړ توان لري اؤ په دغه لړ کې حکومت دخپلو ځواکونو څخه دگټې اخستنې پريکړه کې ازاد دى.
هغه وويل دپاک فضايې جنگي الوتکې دهر رقم وسلو توغولو توان لري.
دپاکستان دهوايي ځواکونو مشر دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې اوړمه ورځ پاکستاني صدراعظم يوسف رضا گيلاني خبريالانو سره په خبرو کې ويلي وؤ حکومت يې دپاکستان پۀ قبائيلي سيمو کې دبريد کوونکو امريکايي الوتکو دراگزارولو امر نۀ دى کړى.
همدغه راز دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دمخالفې ډلې دمشر چوهدري نثارعلي خان اؤ ځينو نورو سياسي گوندونو لخوا دې غوښتنې زور نيولى دى چې حکومت بايد په قبائيلي سيمو دکيدونکو بريدونو معامله پۀ ملگرو ملتونو کې پورته کړي.

XS
SM
MD
LG