لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرزى: دافغانستان څخه دې بهرني پوځونه وويستل شي


افغان جمهوررئيس حامد کرزي دملگرو ملتونو څخه افغانستان څخه دغيرملکي ځواکونو دويستلو غوښتنه کړې ده.
کابل کې دملگرو ملتونو دامنيتي شورا يو هيئت سره دخبرو په مهال حامد کرزي وويل ملگري ملتونه دې افغانستان څخه دغيرملکي پوځيانو دويستلو وخت روښانه کړي.
کرزي وويل ورته دې وويل شي چې دترهگرۍ پر ضد جنگ به تر کومې دوام ولري يا دې دپراخه کيدو په ترڅ کې دجنگ له امله دطالبانو سره دمفاهمت عمل پيل کړل شي
له دې وړاندې برتانوي خارجه وزير ډيوډ ملي بينډ کابل کې افغان جمهوررئيس سره ليدنه وکړه.
کابل کې دجمهوري رياست په ماڼۍ کې شوې دغه ليدنه کې افغانستان کې دامنيتي وضعې اؤ ترهه گرۍ په ضد جگړه باندې خبرې وشوې.

XS
SM
MD
LG