لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي پوځ: په افغانستان کې يې ٢٥ جنگيالي وژلي دي


په افغانستان دامريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه وايي په دې تيرو دوؤ ورځو کې يې دبيلا بيلو عملياتو په مهال ٢٥ جنگيالي وژلي دي .
په وژل شوؤ جنگيالو کې ځينوالقاعده سره هم اړيکې لرلې.
دائتلافي ځواکونو يوه بيانيه وايي نن دشورو په ورځ په جنوبي ولايت کندهار کې ١٥ جنگيالي ديو بريد په مهال ووژل شول.
بيانيه زياتوي عسکر دزيړي اولسوالۍ کې تر يو بريد لاندې راغلل، له دې وروسته ائتلافي ځواکونو په سپکو وسلو سره ځوابي عمليات پيل کړل چې له امله يې ١٥ جنگيالي ووژل شول اؤ ٦ يې نور ونيول.
په يوه بله بيانيه کې ويل شوي دنهې په ورځ هم دختيځ افغانستان په پکتيا ولايت کې ائتلافي ځواکونو دعملياتو په ترڅ کې يو هاغه لوړپوړى طالب کمانډر په نخښه کړو چې گمان کيږي دالقاعده سره يې اړيکې لرلی.
ديو بل بريد په مهال پکتيکا کې هم ٥ جنگيالي وژل شوي اؤ ٤ نور نيول شوي دي.
دغه عمليات دحقاني دډلې پر ضد شوي وؤ څوک چې القاعده سره اړيکې لري.
دنړيوالو ځواکونو دبرخې په توگه په افغانستان کې نزدې ٣٣ زره امريکايي عسکر موجوديت لري چې دحکومت په مرسته دطالب ياغيانو پر ضد جگړه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG