لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

من موهن سنگه : په ممبۍ برید کونکې ترهگر د هېواد بهر مرکزونه لري


د هند صدراعظم من موهن سنگه ویلي ممبۍ کې بریدکونکي ترهگر د هېواد څخه بهر مرکزونه لري.
ښاغلي سنگه یو ورځ پس د ممبۍ بریدونو چې د لس بیلا بیل ځایونه کې د سلو څخه زیات خلک وژل شوي دي او گڼ شمېر ژوبل شوي دي قام ته وینا کړې ده.
من موهن سنگه قام ته پخپله وینا کې د بل کوم هېواد نوم اخستو بغېر گاونډي هېوادونو ته خبردارۍ ورکړو چې د بل کوم هیواد ځمکه به د هند پرضد بریدونه لپاره برداشت نه کړې شي.
د شورو په شپه دهند په ممبۍ ښار کې په هوټلونو، روغتونو، سکولو اؤ بيلا بيلو ځائيونو کې دبمي چاؤدنو اؤ ډزو له امله د١٢ؤ پوليسانو اؤ ٩ؤ غيرملکيانو په گډون د١٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي ،شاوخوا٩٠٠ ژوبل شوي اؤ په لسگونو کسان جنگيالو يرغمال نيولي دي.

XS
SM
MD
LG