لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بنو: دپوليسو پر گاډي ځانمرگي بريد کې اووه کسان وژل شوي دي


دصوبه دبنو کوهاټ روډ باندې دپوليسوپه يو گاډي ځانمرگى بريد ترسره شوى دى چې له امله يې د٣ؤ پوليسانو په گډون اووه کسان وژل شوي اؤ ١٥ نور ژوبل دي.
له چاؤدنې وروسته منډې ترړې جوړې شوې اؤ په موقعه موجودو خلکو پخپله امدادي هلې ځلې پيل کړې.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دبنو روغتون ته رسول شوي دي.
پۀ چاؤدنه کې ايس ايچ اوسعدالله هم سخت ژوبل شوى دى.
قانون پځايې کوونکې ادارې دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ پلټنې يې پيل کړي دي.
دغيرملکي خبري ادارې له مخې په دغه ځانمرگي بريد کې ٧ کسان وژل شوي دي

XS
SM
MD
LG