لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان:ميزائيلي بريد کې ٣ کسان وژل شوي دي


دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې دامريکايي جاسوسي الوتکې لخوا ميزائيلي بريد شوى دى چې له امله يې ٣ کسان وژل شوي اؤ٣ نور ژوبل دي.
دسرچينو له مخې امريکايي جاسوسي الوتکې دميرانشاه څخه ٢ کلو ميټره لرې په چشمه کلي کې دپخواني پروفيسرتاج محمد په کور ميزائيل وداغل چې له امله يې ٣ کسان وژل شوي اؤ ٣ نور ژوبل شوي دي.
په وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو کې ښځې اؤ ماشومان هم ښودل کيږي.
مقامي سرچينو هم په دغه بريد کې د٣ؤ کسانو دوژل کيدو اؤ٣ؤ دژوبل کيدو تصديق کړى دى.
همدغه راز ويل کيږي په وژل شوؤ کې غيرملکي جنګيالي هم شامل دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG