لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:صدراعظم گيلاني هند سره دکړکيچ له امله دهانک کانگ سفر ځنډولى دى


دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني په هند کې دترهه گرۍ دشوؤ پيښو څخه وروسته د رامينځته شوي وضعيت له امله هانگ کانگ ته خپل څلور ورځنى سفر ځنډولى دى.
دصدراعظم داطلاعاتو سکتر زاهد بشير په دغه هکله خبريالانو ته ويلي دي په ممبۍ کې دچاؤدنو څخه وروسته دهند له لوري دورکړل کيدونکو گواښونو څخه وروسته صدراعظم دخپل غيرملکي سفر دځنډولو پريکړه کړې ده.
ټاکل شوې وه صدراعظم يوسف رضا گيلاني به هانگ کانگ کې يو ورځني نړيوال کانفرنس کې گډون کوي.
ددغه کانفرنس تابيا دامريکا دپخواني جمهوررئيس بل کلنټن لخوا جوړ کړل شوي غيرحکومتي سازمان کلنټن فاؤنډيشن نيولې وه.
دسرچينو له مخې تيره ورځ اسلام اباد کې ديوې خبرونې په مهال ځينو امنيتي چارواکو انديښنه ښودلې وه چې هند خپلې الوتکې چمتو کړي دي.
ددغه وضعيت په ترڅ کې دخالي په شپه صدراعظم يوسف رضا گيلاني دهيواد مهمو سياسي مشرانو سره دتيليفيون له لارې تماس ونيولواؤ ددغه ټول وضعيت په هکله يې دهغوي باور ترلاسه کړو.
سرچينې وايي صدراعظم گيلاني خپل چيني سيال سره هم دتيليفون له لارې تماس نيولى ؤ اؤ هغه يې دهند دممکنه عزائمو څخه خبر کړى ؤ.
له دې وروسته صدراعظم يوسف رضا گيلاني هانگ کانگ ته دخپل سفر دځنډولو پريکړه وکړه.
په هند کې دترهه گرۍ درامينځته شوؤ پيښو څخه وروسته تيره ورځ هندي ميډيا داسې راپورونه ورکړي وؤ چې هند دپاکستان سره دجنگ نۀ کولو دتړون اؤ دخبرو اترو دځنډولو اؤ په پولو دپوځونو سيوا کولو پريکړه کړې ده ، خو دهند حکومت د ميډيا دغه راپورونه رد کړي اؤ وايي په سمدستي توگه يې دغسې کومه پريکړه نۀ ده کړې.
دهند دبهرنيو چارو وزارت وايي دپاکستان سره په گډه پوله يې دنورو پوځيانو دگمارلو امر نۀ دى کړى اؤ نۀ هم ددغه هيواد سره دجنگ بندۍ تړون له مينځه وړل شوى دى.
دپاک پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس هم ويلي دي چې دهند سره په گډه پوله دپوځيانو په تگ راتگ اؤ شميره کې کومه اضافه نۀ تر سترگو کيږي.
اخوا دهند دکورنيو چارو وزير شيوراج پټيل اؤ دهند دملي سلامتۍ مشاور اين کى نارائن دممبۍ په پيښو کې دکورنيوچارو دوزارت دناکامۍ په منلو سره دخپلو څوکيو څخه استعفي ګانې ورکړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG